انصار:( د لړم ۱۹ مه) د تاجکستان په خاروع ښار کې د افغانستان جنرال کونسل نقیب الله دهقان زاده، په تاجکستان کې د افغانستان د پرځیدلی جمهوري نظام د سفیر ظاهر اغبر وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.
اغبر څو ورځې مخکې په یوه خبري غونډه کې، د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر ملا امیرخان متقي یو مکتوب چې په یاد شوي سفارت کې یې د فیض الله په نوم یو کس د لومړي سکرتر په توګه معرفي کړی و، وشلوه او دغه راز یې په خاروع ښار کې له طالبانو سره د افغانستان د کونسلګرۍ د تعامل خبر رد کړ.
نوموړي د خبري ناستې پر مهال دا هم ویلي وو، چې یاده کونسلګري د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې او کارکوونکي یې له سفارت څخه خپلو چارو ته دوام ورکوي.
د کونسلګرۍ کونسل نقیب الله دهقان زاده بیا په یوه ویډیویي پیغام کې، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې، د اغبر څرګندونې رد کړي او ویلي چې دوی کونسلګري فعاله ساتلې او د طالبانو رژیم سره تعامل لري.
د هغه په وینا، د دیپلوماتانو مسوولیت خپلو خلکو ته خدمت دی نه دا چې په سیاسي مسایلو د دوی لپاره ستونزې زیاتې کړي.
دهقان زاده دغه راز وویل، چې د دوی په هڅو تاجکستان د هرات زلزله ځپلو ته مرستې واستولې او د اړیکو د پراختیا لپاره اقدامات شوي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28371